اجراییه رییس عبدالله عبدالله په کابل کې له امریکایي سناتورانو سره په لیدنه کې ویلي چې د سولې پر وړاندې تر ټولو جدي خنډ طالبان دي. له اجراییه ریاسته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دا څرګندونې نن په سپیدار ماڼۍ کې افغانستان ته له راغلیو امریکایي سناتورانو سره په لیدنه کې کړې دي. د سرچینې په خبره عبدالله په دې لیدنه کې د افغانستان او سیمي د روان وضعیت په اړه له یادو سناتورانو سره غږېدلی دی او ویلي یې دي چې ټاکنې د افغانستان د راتلونکې لپاره خورا مهمې دي او دغه راز د دې ټاکنو پر روڼوالي یې ټینګار کړی دی. عبدالله د سولې په برخه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له هڅو د مننې ترڅنګ ویلي چې په دې برخه کې ټولې هڅې باید سره منسجمې او یو ځای کړل شي. نوموړي د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان ته په اشارې زیاته کړې چې تر اوسه د سولې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ طالبان دي او دوی لا هم نه پوهېږي چې طالبان سولې ته جدي اراده لري او کنه خو په خبره یې هغوی له دې پروسې د ابزارو په توګه کار اخلي. عبدالله دغه راز پر پاکستان د فشارونو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې هغوی تر اوسه په دې برخه کې، څنګه چې لازمه ده هغسې همکاري يې نه دي کړې.



































