د ایران له خوا پر امریکا د لګېدلو تورونو پر دوام د ایران د ځمکنیو ځواکونو یو تن لوړپوړي قومندان ویلي چې امریکا لا هم افغانستان ته د داعش ډلې وسله وال لېږدوي. کیومرث حیدري دا خبرې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې کړې دي. مهر خبري اژانس د نوموړي له قوله ویلي چې ایران د خپلو پولو امنیت ته پوره پاملرنه کوي نو له همدې امله یې له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې تر ګواښ لاندې سمیو ته خپل پوځیان استولي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ایران ولسمشر حسن روحاني د تېرې فبروري میاشتې په ۱۵ په سوچي کې یوې درې اړخیزې غونډې ته په خبرو کې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او زیاته کړې یې وه چې امریکا د منځنۍ اسیا د بې ثباته کولو په موخه له نورو هېوادونو د داعش ډلې وسله وال افغانستان ته لېږدوي.




































