د رحمت الله نبيل په مشرۍ ټاکنيز ټيم له راتلونکې لويې جرګې سره پريکون اعلان کړی دی، ددغه ټاکنيز تيم په اعلاميه کې راغلي چې راتلونکې لويه جرګه، حاکم ټيم د انتخاباتي او شخصي ګټو په موخه جوړوي او دا جرګه له سولې او ثبات سره کومه مرسته نه شي کولی، نو له همدې امله دوي په یاده جرګه کې ونډه نه اخلي. ټاکل شوې د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه د ثور میاشتې په نهمه په کابل کې جوړه شي. که څه هم د یادې جرګې د جوړولو کمیسیون مشر عمر داودزي ویلي چې دوی هڅه کوي په دې جرګه کې د ټولو هېوادوالو استازو ته د ګډون بلنه ورکړي خو نبیل راتلونکو ټاکنو ته نوماند درییم کس دی چې په دې جرګه کې له ګډون کولو انکار کوي. تر ده وړاندې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې او د ملي امنیت د پخواني سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیمونو هم یاده جرګه بې ګټې بللې او ورسره یې پرېکون اعلان کړی دی.



































