په کابل کې د چین لوی سفیر ویلي، تیار دي چې د زړه پر ناروغۍ د اخته ۴۰۰ افغان ماشومانو درملنه وکړي. نوموړي دغه څرګندونې نن په کابل کې د عامې روغتیا له وزیر فیروزالدین فیروز سره په لیدنه کې کړې دي. لیو جېن سونګ په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د چین پر هر اړخیزو مرستو د ټینګار تر څنګ ویلي، هېواد یې تیار دی چې د زړه پر ناروغۍ د اخته ۴۰۰ افغان ماشومانو درملنه د چین په روغتونونو کې وکړي. نوموړي ویلي، چین له دې وړاندې هم د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې ده چې ښه بېلګه یې په کندهار کې د ولایتي روغتون بیارغونه، په کابل کې له جمهوریت روغتون سره د طبي وسایلو او نورو تجهزاتو برابرولو تر څنګ د ډاکټرانو د وړتیاوو لوړولو په برخه کې مرسته کړې ده. د عامې روغتیا وزیر د روغتیا په برخه کې د چین له مرستو مننه کړې او په دې برخه کې یې د لا نورې همکارۍ غوښتنه کړې ده. پر روغتیایي برخې سربېره چین له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.