امریکا دې د ویتنام له جګړې درس واخلي او له افغانستان دې خپل ځواکونه وباسي. د فورین افییرس په نامه یوه امریکايي نشریه لیکي، د افغانستان جګړه د امریکا لپاره تر ټولو اوږده او ګرانبیه جګړه شوه. د سرچینې په خبره نو ددې وخت دی چې امریکايي حکومت امریکایانو، خپلو متحدینو، سناتورانو او نړۍ ته دا قناعت ورکړي چې له دغه هېواد ووځي. ددغه نشریې په مطلب کې راځي چې همدا اوس لوړه سلنه امریکايي وګړي په افغانستان کې د امریکا د جګړې مخالف دي او له دغه هېواد د خپلو ځواکونو وتل غواړي. نشریې پر امریکا غږ کړی چې د ویتنام له جګړو او مذاکراتو دې درس واخلي او له دغه هېواد دې د خپلو ځواکونو د وتلو او تر وتلو وروسته له افغانستان سره د همکارۍ ټول اړخونه و سنجوي. فورین افييرس وايي، د افغان جګړې د پای یوازینۍ لار د سولې خبرې دي او د امریکايي ځواکونو حضور د امریکايي وګړو او حکومت په ګټه نه دی.




































