د راپورونو له مخې د هېواد په ډېری ولایتونو کې د روانو ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي چې د مالي تلفاتو تر څنګ یې ځاني زیانونه هم اړولي دي. د وروستیو راپورونو له مخې په هرات کې د سیلابونو له امله پنځه کسه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي. ددغه ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي، ښايي دغه شمېره تر دې هم لوړه شي. دده په وینا د هرات په ډېری ولسوالیو کې سیلابونه راوتلي دي چې ۲۲ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. هغه همدا راز ویلي چې د هرات کندهار لویه لاره هم د سختو ورښتونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. د ولایتونو تر څنګ په پلازمینه کابل کې هم سختو ورښتونو لارې کوڅې بندې کړې دي. د کابل ښاروالۍ دکابل سیند څېرمه خلکو ته خبرداری هم ورکړی چې له خپلو کورونو او هټیو ووځي. بل پلو د کندهار- جلال اباد لویه لار هم د سیلابونو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.



































