د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو د پيل اعلان غندلی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې چې ټولو په یوه خوله تصویب کړې ویلي، په افغانستان کې د سولې لپاره یو بې جوړې فرصت رامنځ ته شوی دی، چې ټول ښکېل اړخونه باید ترې ګټه واخلي. په اعلامیه کې راځي، چې د سولې د خبرو پر مهال د عملیاتو اعلان یوازې جګړې تودوي او د عامو افغانانو وژنه ډېروي. دوی پر طالبانو غږ کړی، چې له جګړو لاس په سر شي او په روانو مذاکراتو کې یوې پایلې ته ورسېږي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا داسې مهال د طالبانو عملیات غندلي، چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په موقته توګه د ۱۱ طالب مشرانو نومونه له تور لېست ایستلي وو. ملګرو ملتونو ویلي وو، چې د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره یې دغه اقدام کړی دی.



































