د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د چاودنې له امله د شپږو ماشومانو په ګډون ١٢ ملکي وګړي ټپيان شوي دي. د هلمند د والي وياند عمر ځواک ويلي پېښه پرون له ماښام وروسته اووه بجې د ګرشک ولسوالۍ بازار ته څېرمه رامنځته شوه. هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو پر يو ملکي موټر چسپکي ماين نښلولى و چې د چاودنې له امله يې د يوه ماشوم په ګډون ١٢ ملکي وګړي ټپيان شوي دي. ځواک وايي چې د چاودنې ټپيان د موټر سپرلي او د سړک پر غاړه ولاړ عام خلک وو چې روغتون ته لېږدول شوي دي. د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان د پېښې د غندلو تر څنګ د ګرشک ولسوالۍ روغتيايي مسوولينو ته سپارښتنه کړې چې د ټپيانو سمه درملنه وکړي. د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.



































