افغان حکومت له طالبانو سره د دوحې ناستې د ګډونوالو لیست بشپړ کړی دی. له ارګه په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې دولت د دوحې ناستې د ګډونوالو نوملړ د سیاسي ګوندونو، مستقلو سیاسي شخصیتونو، اړوندو مراجعو او ادارو له لوري د معرفي شويو استازو له مخې ترتیب کړی او دغه بېلابېل اقشار په کې شامل دي، د سیاسي ګوندوندونو استازي، د سیاسي شخصیتونو استازي، د جهادي مشرانو استازي، د قربانیانو د کورنیو استازي، د سولې عالي شورا استازي، د علمای کرامو استازي، د ملي شورا استازي، د مدني ټولنې استازي، د ښځو استازي، د ځوانانو استازي، د ژورنالیستانو استازي، حکومتي چارواکي، قومي مشران او متنفذین. خپور شوي لیست کې د شاوخوا دوه نیم سوه کسانو نومونه راغلي دي خو وړاندې تر دې ویل شوي وو چې په دې لیست کې یونیم سل کسان شامل دي.



































