وسله والو طالبانو د حکومت له لوري پر خپاره شوي لېست غبرګون ښودلی ،د وسله والو طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، حکومت د ۲۵۰ کسانو لېست خپور کړی دی چې دا په یوه بهرني هېواد کې په یوه کنفرانس کې د ګډون کوونکو د نه منلو وړ شمېر دی. وسله والو طالبانو ویلي، حکومت په لوی لاس غواړي د سولې روانې هڅې تخریب کړي او په دغه ډول چلندونو سره ښکاره ده چې حکومت د سولې هڅې ګډوډوي. وسله والو طالبانو د خپلې اعلامیې په یوه برخه کې ویلي، چې دا په یوه بهرني هېواد کې د سولې په اړه د نظر شریکولو يو منظم کنفرانس دی، نه د کابل په کوم هوتل کې د واده مراسم، چې دومره شمېر کسان دې پکې ګډون وکړي. طالبانو همدا راز په وروستي لېست کې د یو شمېر سیاسیونو او مخورو د نومونو پر نشتوالي هم نیوکه کړې ده او وایي حکومت د سولې د کنفرانس او په دې برخه کې د روانو هڅو تخریب ته مټې بډ وهلې دي، طالبان وايي د دوحې راتلونکي کنفرانس کې به په کم شمير اغيزمن سياسي او قومي مشران ګډون وکړي نه د حکومت د خوښې ۲۵۰ کسان.



































