چارواکي وایي چې وروستیو سیلابونو د هېواد په شلو ولایتونو کې ۱۳۴ کسان مړه کړي او زرګونه کورونه یې نړولي دي. طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د روانې میاشتې له اتمې تر اوسه په ۲۰ ولایتونو کې ۱۳۴ کسان مړه شوي دي. د یاد وزارت مرستیال قاسم حیدري زیاته کړې، دوی هڅه کوي ټولو زیانمنو ته اړینې مرستې ورسوي. هغه وایي، د دوی مرستندویه ډلې سېلاب ځپلو سیمو ته رسېدلي دي او پر یو شمېر زیانمنو یې بېړني مرستې هم وېشلې دي. نوموړي زیاته کړې چې پر مړو شویو سربېره د ۳۸ کسانو د نادرکه کېدو راپورونه هم ور رسېدلي دي. حیدري وویل چې وروستیو سیلابونو ۴۶۴۷ کورونه هم په بشپړه توګه ویجاړ کړي دي.




































