ملګري ملتونه وایي، د افغانستان په زندانونو او توقیف خونو کې د ربړونې (شکنجې) په قضیو کې کموالی راغلی دی خو په دې برخه کې یې پر لا ډېرو اقداماتو ټینګار کړی دی. یوناما د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له دفتر سره په ګډ راپور کې ویلي، چې د ۲۰۱۷ کال له جنوري څخه بیا د ۲۰۱۸ کال تر پایه په افغان زندانونو کې د شکنجې او بد چلند کچه ۳۲ سلنه راټېته شوې ده. یوناما که څه هم په افغان زندانونو کې د شکنجو د کمښت لامل د قانون پلې کېدل په ګوته کړي، خو له دې سره سره یې اندېښنه ښودلې چې لا هم افغان ځوانان په زندانونو کې له بدچلند سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرې، میشل باشلیټ له افغان حکومته غوښتنه کړې چې په زندانونو کې د شکنجو د مخنیوي لپاره ډېر ژر یو ملي میکانیزم رامنځته کړي.



































