د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ اداره وایي، شاوخوا ۳۶ سلنه بې ځایه شوي او له بهره افغانستان ته راغلي کډوال له بېلابېلو ناروغیو کړېږي چې بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري. اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو د برابرولو په برخه کې د افغان حکومت د همکارو ادارو له خوا په تیر کال کې د غیر ساري ناروغیو د علاج لپاره د بېړنیو روغتیایي مرستو د برابرولو د پروګرام له لارې مرستې برابرې شوي دي. دا اداره وايي، د غیرساري ناروغیو د تشخیص، ارزونې او درملنې لپاره کارکوونکي هم روزل شوي دي. په ورته وخت کې د هېواد د عامې روغتیا وزارت وايي، دوی هڅه کوي چې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې د ناروغیو په اړه د خلکو د خبرتیا کچه لوړه کړي. د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د شمیرو له مخې په تیرو ۱۸ کلونو کې له یوازې له بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول له ایران او پاکستانه نهه نیم میلیونه وګړي هېواد ته راستانه شوي دي.