نشنل انټرسټ په یوه مقاله کې لیکي چې په افغانستان کې لا هم فساد ددغه هېواد د حکومت او امنیت لپاره تر ټولو ستر تهدید دی، خو امریکا په دې بریالۍ نه شوه چې دغه ناړه پدیده ورکه کړي. په مطلب کې راځي امریکا په ډېری پروژو کې میلیاردونه ډالر بېځایه لګولي دي او ګټه یې نه ده کړې. فساد هم هغه برخه ده چې امریکا میلیاردونه ډالر ورباندې ولګول، خو نه یوازې دا چې ورک یا کم نه شو، بلکې ورځ تر بلې یې لمن په افغانستان کې غوړېږي. نشنل انټرسټ وایي افغانستان دمګړی له درېیو مهمو تهدیدونو سره مخ دی، چې یو یې فساد دی. نشریې همدا راز ویلي چې که امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي بیا هم فساد هغه پدېده ده چې دغه هېواد ته خطر پېښوي او ستونزې جوړوي. نشنل انټرسټ داسې مهال دغه تحلیل خپروي چې افغان حکومت ځان له فساد سره مبارزې ته ژمن بولي او په خبره یې په دې برخه کې لاس ته راوړنې هم لري.