د راپورونو له مخې ویلاديمیر پوتین له امام علي رحمن سره د افغانستان او سیمې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. پوتین په دغه خبرو کې ویلي، چې د افغانستان او سیمې امنیت ددوی لپاره مهم دی او هیله لري چې دغه هېواد ته دایمي ثبات راشي. دده په خبره په سیمه ییزو کنفرانسونو کې باید د افغانستان د مسئلې پر حل فکر وشي. هغه همدا راز مننه کړې چې د شانګهای غړو هېوادونو د افغانستان د وضعیت په اړه کنفرانس جوړ کړی و. د تاجکستان ولسمشر هم په سیمه کې امنیت او ثبات د ټولو لپاره مهم بللی دی. دواړه لوري د پوځي همکاریو پر ډېرېدو او همدا راز په تاجکستان کې د پوځي تمرینونو پر زیاتېدو او پراختیا هم هوکړې ته رسېدلي دي.




































