پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت د ۲۷مې کلیزې په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. په مقاله کې راغلي، ګډې پولې او ګډ کلتور له بده مرغه د شلمې پېړۍ له نيمايي راپدېخوا د افغانستان او پاکستان پر اړيکو منفي اغېز کړى دی. په مقاله کې راغلي، له ١٧٧٩ کال راهیسې چې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، پاکستان د افغانستان په کشاله کې ښکېل شوی او تراوسه پکې بند پاتې دی. سرچینه کاږي، پاکستان يوازېنی هېواد نه دی چې د خپلو لاسپوڅو له لارې په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې او نفوذ ته لاره پرانیزي، نور سيمه یيز او نړيوال ځواکونه هم دغه کار د خپلو ورته وفادارو ډلو لخوا تر سره کوي. د سرچینې په وینا ددې تر څنګ افغانان هر وخت په خپلو کې سره په جنګ دي او همدا لاملونه دي چې په دې هېواد کې سوله نشته. ورځپاڼې دغه راز د عمران خان ددې څرګندونو هرکلی کړی دی چې ویلي یې دي ټول هېوادونه باید په ګډه د افغان سولې لپاره کار وکړي.



































