جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف وایي چې د سولې پر وړاندې شته خنډونه باید په ګډه لرې او ددې پروسې د ښې رهبرۍ لپاره باید په ګډه کار وکړل شي. هغه چې نن یې په ارګ کې د مجاهدينو د بري د ٢٧مې کليزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، څنګه چې یې مجاهدينو سره د هېواد د ازادۍ لپاره ملا تړلې وه، د سولې او مصالحې په لومړۍ کرښه کې به هم واوسېږي او د سولې راوستو لپاره به ملا وتړي. هغه زیاته کړې، سوله راتلونکې ده، د سولې پروسه به يوځاى تعقيبوي او دې موخې ته به رسېږي. ده له حکومته وغوښتل چې د مجاهدینو د بري ورځ دې هم، لکه د نورو ملي ورځو په څېر په ښه توګه ونمانځي.



































