واشنګټن ټایمز ورځپاڼه په خپله یوه مقاله کې لیکي په افغانستان کې تېره اتلس کلنه جګړه د امریکا لپاره تر ټولو خونړۍ، اوږده او ګرانبیه تمامه شوې ده. په مقاله کې راځي دغه جګړه تر هغه ډېره خونړۍ ده، چې امریکایي ځواکونه، افغان حکومت یا پلټونکې ادارې یې ښيي. د سرچینې په وینا دوی یوازې د هغو پېښو او تلفاتو شمېرې ښيي چې ټول ورباندې خبرېږي، خو هغه شمېرې لا هم د خلکو له سترګو پټې وي چې په لرو پرتو سیمو کې رامنځ ته کېږي. په مطلب کې راځي چې روانه جګړه یوازې له سیاسي لارو د حل وړ ده او دا باید یوې پایلې ته ورسول شي. سرچینې تر اتلس کاله جګړې وروسته له سیاسي لارو د جګړې حل د امریکا پر ځای کار بللی دی.



































