د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په چین کې د خبرو پر مهال د افغانستان امنیت او ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم بللی دی. دده په خبره په دغه هېواد کې امنیت او ثبات به ددې سبب شي چې د چین د سترو پروژو په ګډون د ترانیزیت او راکړې ورکړې نورې سترې پروژې هم پیل شي. هغه زیاته کړې، چې په دې توګه په سیمه او منځنۍ اسیا کې سوداګري پراخه شي او اقتصاد به وغوړيږي. هغه د سولې په برخه کې د امریکا هڅې ستایلي دي او په خبره یې پاکستان او د سیمې ډېری هېوادونه ددغه هڅو ملاتړ کوي.



































