د پاکستان ولسمشر عارف علوي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، پاکستان ژمن دی او د افغانستان د سولې په پروسه کې هېڅ ډول همکاري نه سپموي. دده په خبره پاکستان دا مسئله درک کوي چې دواړه هېوادونه له ترهګرۍ ځورېږي او د افغانستان ثبات، سوله او امنیت نه یوازې د سیمې بلکې د پاکستان په ګټه دي. دده په خبره د افغانستان په امن کېدو سره به په سیمه کې اقتصادي تحرک او پرمختګ رامنځ ته شي او دا د ټولو په ګټه ده. علوي ویلي چې همدا اوس یې هم حکومت د سولې لپاره په هڅو او په دې برخه کې په همکاریو لګیا دی او ددغه پروسې هرکلی کوي. هغه همدا راز ویلي چې پاکستان او افغانستان دواړه له ترهګرۍ، اقتصادي ستونزو، لوږې او بې ثباتۍ ځورېږي، نو ددې وخت دی چې د افغانستان په امن کېدو سره پاکستان هم امن او ثبات ته ورسېږي.



































