د افغان سولې لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خليلزاد نن په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي،طالبانو په خپره کړې اعلاميه کې ويلي ،چې په دغه لیدنه کې د افغانستان د مسئلې د سوله ایز حل په مهمو اړخونو خبرې وشوې، اعلاميه د ملابرادر له خولې وايي ،چې دامهمه ده چې لومړی د تیرې ناستې د اجنډا دوه مهم ټکي( له افغانستان څخه د ټولو خارجي ځواکونو وتل او د نورو په ضرر د افغانستان د خاورې نه استعمالیدل) نهايي شي.
دا به د مسئلې د نورو اړخونو حل ته لاره پرانیزي او له له دې نه مخکې نورو خبرو ته نشو داخلیدای، اعلاميه زياتوي چې مجلس کې فیصله وشوه چې خبرې به نن د چهارشنبې په ورځ پیلیږي او په نوموړو ټکیو به په تفصیل سره بحث کیږي، ترڅو د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ګډون د ټولو موضوعاتو په اړه موافقه بشپړه شي.



































