د افغانستان لپاره د المان هېواد ځانګړي استازي مارکس پوتزیل او ورسره لوړپوړي پلاوي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له رییس ملا عبدالغني برادر سره لیدلي دي. د طالبانو د سیاسي دفتر له خوا په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، دغه لیدنه چې په قطر کې ترسره شوه، پکې دواړو لوریو د افغانستان د مسالې پر سوله ییز حل، له امریکایانو سره په روانو مذاکراتو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه خبرې اترې کړې دي. د سرچینې په وینا دواړو خواوو په دې ټینګار کړی چې په هیواد کې سوله د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه ده او د افغانستان د مسالې د حل لپاره باید له موجوده فرصتونو څخه ګټه واخیستل شي. د اعلامیې له مخې، د المان ځانګړي استازي د سولې په برخه کې د خپل هیواد د مرستې او مثبت رول لوبولو ډاډ ورکړی دی.



































