پاکستان پر ډیورنډ فرضي کرښه د پروني برید په غبرګون کې افغانستان ته سخت اعتراض کړی دی او اسلام اباد کې یې د افغان سفارت چارواکي بهرنیو چارو وزارت ته وربللي دي. تېره ورځ شمالي وزیرستان کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن تار پر لګولو بوختو پوځیانو باندې برید وشو چې له امله یې درې پاکستاني پوځیان ووژل شول او اووه نور ټپیان شول. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دا برید د افغانستان له خاورې شوی دی. پاکستان د افغانستان سفارت ته اعتراض کې ویلي چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ضد کوټلي ګامونه واخلي. پاکستان په داسې حال کې افغانستان کې د ترهګرو ضد اقداماتو خبره کوي چې یاد هېواد باندې د ډېرو هېوادونو له لوري تور پورې کېږي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم تر لاسه کېدونکي پیسې د ترهګرو پر ودې مصرفوي.



































