په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان برید جنرال محمد زمان وزیري وایي چې د سیمه ییزې اردو ۱۳مه ټولۍ د یاد ولایت اچین ولسوالۍ ته استول شوې ده. د هغه په خبره د سیمه ییزې اردو دا ټولۍ تر روزنې وروسته پرون د یاد ولایت تر ټولو لرې پرتې ولسوالۍ ته واستول شوه. نوموړي ویلي چې دا ځواکونه د ختیځ په ۲۰۱ سیلاب قول اردو کې تر روزنې وروسته خپلو دندو ته لېږل شوي. د وزیري په وینا سیمه ییز ځواکونه هم لکه د ملي اردو په څېر امکانات او تجهیزاتو نه برخمن دي او د وسله والو پر وړاندې د ښې مقابلې توان لري. په ورته وخت کې د ننګرهار د رسنیو دفتر وایي چې تر دې مخکې هم بیلابیلو ولسوالیو ته سیمه ییز ځواک استول شوی او ورسره د یادو سیمو په امنیتي وضعیت کې تر ډېره بریده ښه والی راغلی دی.



































