د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وایي، که څه هم په تېره میلادي میاشت کې د وړمې میاشتې په پرتله ملکي مرګ ژوبله کمه وه خو په دغه میاشت کې تر نیمایي ډېر تلفات د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې اوښتي دي. یادې ډلې په افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه د اپریل د میاشتې په تازه راپور کې ویلي، چې په دغه میاشت کې ۱۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۷نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، د اپریل د میاشتې په وژل شویو او ټپیانو کې ۲۸ماشومان او ۱۳ ښځې هم شاملې دي. راپور زیاتوي، تیره میاشت د افغان ځواکونو په عملیاتو او هوايي بریدونو کې ۷۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي. راپور دغه راز کاږي چې د وسله والو مخالفینو له خوا د هدفي بریدونو په ترڅ کې بیا ۱۴ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.



































