د هېواد دفاع وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا په تور لیست کې د جیش محمد پاکستانۍ وسله والې ډلې د مشر مسعود اظهر د داخلولو هرکلی کړی دی. د یاد وزارت ویاند قیس منګل ویلي چې د ملګرو ملتونو تور لیست کې د اظهر شاملول به د افغانستان له امنیت سره مرسته وکړي. هغه زیاته کړې اظهر نه یوازې په افغانستان کې په یو شمېر بریدونو کې لاس درلود بلکې د سیمې امنیت ته هم ستر ګواښ و. دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پاکستان کې د فعالې وسله والې ډلې مشر مسعود اظهر نوم په خپل تور لیست کې شامل کړی دی.



































