ایرو ایشیا نشریه په خپله یوه مقاله کې لیکي چې په افغانستان کې د امریکا جګړه خورا پېچلې وه او ډېر اړخونه یې پټ ساتل شوي دي. په مطلب کې راځي چې امریکايي نظامیان اوس هم په ډېری مواردو کې د خپلې ناکامې جګړې له امریکایي وګړو او رسنیو پټوي او په دې توګه یوه مبهمه جګړه مخ ته وړي. د سرچینې په خبره د افغانستان جګړه د امریکا لپاره خورا خونړۍ او له مالي لګښتونو ډکه وه، خو که پټ معلومات روښانه شي نو دغه تلفات او مالي زیانونه ښایي تر دې هم ډېر وي. نشریه لیکي افغانان لا هم د یوې مبهمې جګړې لپاره قرباني ورکوي او امریکا ته په کار ده، چې په پوره روښانتیا له طالبانو سره د سولې خبرې مخ ته یوسي. سرچینه کاږي چې افغان جګړه یوازې او یوازې له سیاسی لارو د حل وړ ده او ټول نظامي پلانونه په تېرو اتلسو کلونو کې په دغه هېواد کې ناکام ثابت شوي دي.



































