د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، د لاجوردو په سوداګریزه لاره سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا وايي، چې تر دې دمه د افغانستان له لوري د ترکیې په لور یوازې یو موټر استول شوی چې سوداګریز محصولات په کې بار، خو د وېزې د نه لرلو له امله هغه هم تر اوسه نه دی رسېدلی. نوموړی له اړوندو سکټوري وزارتونو غوښتنه کوي چې په ګډه دې سره یوه تګلاره برابره کړي چې پر دغه سوداګریزه لار سوداګرو ته د یاد هېواد د وېزې اسانتیا رامنځته کړي. د متشبثینو عالي بورډ په خبره، هره ورځ باید له ۷ تر ۹ موټر د لاجوردو له سوداګریزې لارې ترکیې او بیا نورو هېوداونو ته افغاني محصولات انتقال کړي، هغه چاره چې لا په ټپه ولاړه ده.