د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وویل، چې پېښه تېره شپه د دغې ولسوالۍ په نیاز سیمه کې د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ د نښتې پرمهال رامنځته شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې تر دا مهاله څرګنده نه ده چې دغه هاوان د کوم لوري لخوا توغول شوی دی. د اندړو ولسوالۍ قومي مشران بیا وايي، چې تېره شپه په یاده ولسوالۍ کې د افغان او نړیوالو ځواکونو په عملیات کې ۸ ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. پر همدې مهال د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني هم په اندړو ولسوالۍ کې ملکي وګړو او طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر تاییدوي، خو وايي، تر دامهاله یې کره جزئیات معلوم نه دي. وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.



































