د ارزګان جنګ ځپلي خلک وایي، چې د جګړې ښکېلې خواوې دې د دوی سرونو او مالونو ته پام وکړي. د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ او ولسواليو خلکو ویلي، چې په دغه ولایت کې د روانې جګړې ټول زیان دوی ته رسېږي. یادو جګړه ځپلو د جګړې پر ښکېلو خواو غږ وکړ چې تر خپلو منځونو کې دې سوله وکړي. د ارزګان امنیتي مسؤلین بیا دا پړه پر وسله والو طالبانو ورغورځوي او وايي چې طالبان ملکي خلک د سپر په توګه کاروي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



































