د افغانستان د ملي دفاع وزارت په کونړ ولایت کې د داعش ډلې پر وړاندې د پراخو عملیاتو د پیل خبره کوي. که څه په کونړ ولایت کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنې شته، خو اوس د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي چې افغان امنیتي هوایي ځواکونو د حملو په ترڅ کې دغې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد زبیر عارف وایي، د داعش پر تعلیمي مرکز د افغان امنیتي هوايي ځواکونو د دوو حملو په ترڅ کې د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ د دیګل سر سیمه کې ددې ډلې ۴۳ غړي وژل شوي دي. زبیر وایي، افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې هم د داعش ډلې پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړي دي.



































