د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالد کوبیا ویلي ددې اړتیا ده، چې په افغانستان کې ټولې ښکېلې خواوې، جدي او ټولمنلي مذاکرات پيل کړي او د جګړې دوام ودرول شي. دده په خبره په تېرو څو میاشتو کې هم د سولې مذاکرات روان وو او هم جګړه ګرمه وه، نو ددې اړتیا ده، چې جګړه ودرول شي او د سولې مذاکرات قوي او ژور پر مخ یوړل شي. هغه همدا راز ویلي چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې د پیلېدو غوښتونکې ده او ښکېلو خواوو ته په کار ده، چې له رامنځ ته شوي فرصت ګټه پورته کړي. کوبیا هر اړخیز مذاکرات په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو یوازینۍ لار بولي.



































