بهرنیو چارو وزارت د خوست د پېښې په تړاو د پاکستاني سفارت شارژدافیر احضار کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې افغان حکومت د خوست د پېښې په اړه له پاکستاني ديپلومات وضاحت غوښتی دی او په دې اړه یې خپله اندېښنه ورسره شریکه کړې ده. څو ورځې وړاندې پاکستاني پوځ پر خوست بریدونه وکړل چې له امله یې ۱۱ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وایي، افغان حکومت په کلکه پاکستاني لوري ته ویلي چې د ورته پېښو له تکرار مخنیوی وکړي. دده په خبره پاکستاني لوري ته ویل شوي چې دغه ډول پېښې افغان حکومت ته د منلو نه دي او پاکستان دې د افغان حکومت حسن نیت او ښه ګاونډيتوب په دغه ډول کړنو نه زیانمنوي.



































