بهرنیو ځواکونو تېره شپه د لوګر ولایت په پادخواب سیمه کې شپږ ملکي وګړي وژلي دي. د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي ددې پېښې د پخلي تر څنګ ویلي چې بهرنیو ځواکونو یاد عملیات له ولایتي ادارې سره له همغږۍ پرته تر سره کړي دي. د هغه په خبره په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي. ستانکزی وایي، سیمه لا هم د بهرنیو ځواکونو په کلابندۍ کې ده او تر اوسه یې مړي هم خلکو ته نه دي سپارلي. هغه د بهرنیو ځواکونو لخوا ورته عملیات غندلي او د ملکیانو ژوند ته یې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده. دا لومړی ځل نه دی چې د بهرنیو ځواکونو لخوا ملکیان په نښه کېږي بلکې تر دې وړاندې هم په بیلابیلو ولایتونو کې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو په عملیاتو کې ملکیانو ته د سر او مال زیانونه اوښتي دي.



































