ټاکل شوې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سره وګوري. هندي رسنۍ وایي چې خلیلزاد به په دغه لیدنه کې د افغان سولې او په افغانستان کې پر روان وضعیت له هندي لوري سره خبرې کوي. د رسنیو د راپورونو له مخې امریکا به له هند وغواړي چې د افغانستان په پرمختګ، سوله او امنیت کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي او همدا راز د هغو اندېښنو ځواب به ووايي چې هند یې له روانو مذاکراتو لري. امریکا تر دې وړاندې هم د افغان سولې په اړه له هند سره خبرې کړې وې. ددغه هېواد چارواکو ډاډ ورکړی چې دوی په افغانستان کې د سولې او دایمي ثبات غوښتونکي دي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي. بل پلو د روژې د لومړۍ ورځې په مناسبت د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې د یوې ورځې لپاره ځنډول شوې دي. دغه خبرې به سبا له سره پیلېږي.



































