د افغان سولې په اړه د پاکستان او افغانستان ګډ لیدلوری سیمه پرمختګ ته رسولی شي. زلمي خلیلزاد د ولسمشر غني او عمران خان د وروستۍ تلیفوني مکالمې په اړه ویلي، دواړه لوري په دې باور دي چې په افغانستان کې د ثبات او سولې راتګ سیمې ته اقتصادي پرمختګ راولي، نو دغه مشترک لیدلوری به افغانستان سولې ته نږدې کړي. دده په خبره سوله نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې په ګټه ده او ددغه هېواد په امن کېدو سره به په سیمه کې ستر اقتصادی تحرکات رامنځ ته شي. هغه هیله څرګنده کړې چې دواړه لوري د سولې لپاره هڅه وکړي او د خپلو ژمنو په مقابل کې رښتیني پاتې شي.



































