د سولې عالي شورا د روژې په مناسبت خپل خپاره کړي پیغام کې له دولت او طالبانو د اوربند تر څنګ غوښتنه کړې چې د ښه نیت ښودلو په موخه د زندانیانو د خوشې کولو لپاره ګډ کمیسیون جوړ کړي. د یادې شورا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه شورا د افغانستان له ټولو خلکو غواړي چې د سولې په راوستلو کې د هېواد په بېلابېلو سطحو، ولسواليو او برخو کې خپلو هڅو ته ادامه ورکړي. د سولې عالي شورا په کابل کې د سولې مشورتي لويې جرګې د پرېکړو تود هرکلي کړی دی او له دولت او د طالبانو له تحريک څخه یې غوښتنه کړې چې د افغانستان د خلکو غږ ته لبيک ووايي. یادې شورا له دواړو غاړو د اوربند غوښتنه هم کړې ده.



































