د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو کې د پام وړ پرمختګ رامنځ ته شوی دی. په قطر کې د شخړو او بشري مطالعاتو د مرکز مشر سلطان برکات ویلي، تېره ورځ دواړو لورو ۱۳ ساعته سخت کار وکړ او موخه یې دا وه چې یوې واضح پایلې ته ورسېږي. سلطان برکات چې دغه خبرې له نږدې څاري وايي، خبرې هیله بښونکې دي خو د روژې د رخصتۍ په خاطر یوه ورځ ځنډول شوې دي. هغه هیله څرګنده کړې چې د روانو مذاکراتو په پای کې دواړه لوري یوې هوکړې ته سره ورسېږي. د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي، چې خبرې مثبتې دي او د روژې د لومړۍ تر رخصتۍ وروسته به بېرته له سره پيل شي.



































