د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې بهرنیو ځواکونو د یاد ولایت په بکواه ولسوالۍ کې هوایي برید کړی دی او تر ۴۵ ډېر ملکي وګړي یې وژلي دي. د بکواه ولسوال عبدالغفور مجاهد ویلي چې دغه برید تیره ورځ د دې ولسوالۍ په اشتین سیمه کې د بهرنیو ځواکونو له خوا تر سره شوی دی. هغه وایي، برید کې د نشه یې توکو جوړولو کارخونې په نښه شوې چې د لومړنیو مالوماتو له مخې له ۳۰ تر ۴۵ تنو ملکي وګړي پکې وژل شوي دي. نوموړی وایي، وژل شویو کې د یوې کورنۍ شپږ غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شته، شامل دي. دا لومړی ځل نه دی چې د بهرنیو ځواکونو عملیاتو کې ملکیان وژل کېږي بلکې تر دې وړاندې هم په بیلابیلو ولایتونو کې بهرنیو او کورینو ځواکونو عملیاتو کې ملکیان په نښه شوي دي.




































