په کونړ کې پوله ساتي ځواکونه وایي له پنځو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي اخیستي او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. د کونړ ناوه پاس او غاښي کنډو سیمه کې مېشت سرحدي پولیس وایي، له میاشتو راهیسې په دغه سیمه کې پراته دي، خو حکومت یې اکمالات نه کوي او پنځه میاشتې کېږي چې معاشونه یې نه دي اخیستي. ددوی په خبره په ځلونو یې شکایتونه کړي خو چا یې غږ نه دی اورېدلی. بل پلو په مشرقي کې د سرحدي پولیسو قومندان جنرال ایوب حسین خېل وايي، په دغه سیمه کې اکمالات د چورلکو پر مټ کېږي او ژر به دغه ستونزه حل شي. دده په وینا ځینې سرحدي سیمې غرنۍ دي چې اکمالات ورته ګران دي، خو دوی هڅه کوي چې ستونزه ژر تر ژره حل کړي.



































