د ننګرهار دیني علما وايي، حکومت دې په دغه ولایت کې د هدفي وژنو مخه ونیسي. د ننګرهار ولایت د حج او اوقافو رییس محمد داوود مجاهد وايي په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي. دده به خبره په تېرو څو ورځو کې شپږ دیني عالمان په هدفي وژنو کې وژل شوي. دیني علماوو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې سختدریځې ډلې دوی له حکومت د ملاتړ په خاطر وژني نو حکومت ته په کار ده، چې ددغه لړۍ مخنیوی وکړي. د ننګرهار ځایي چارواکي وایي په دې اړه یې اړین تدابیر نیولي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وايي امنیتي ادارې په دې برخه کې خپل فعالیتونه کوي او اړین تدابیر یې نیولي دي. دده په وینا دیني علما دې له خپلو ممبرونو روانه افغان وژنه وغندي او په دې برخه کې دې له حکومت سره همکاري وکړي.



































