د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ترکیې ته تللی دی او هلته یې ددغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره کتلي دي. سټولټنبرګ په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې او امنیت په برخه کې د ترکیې له هڅو مننه کړه ده او د ناټو په چوکاټ کې یې د یا د هېواد ماموریت ستایلی دی. دده په خبره ترکیې هڅه کړې چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه وکړي او اجازه ور نه کړي چې دغه هېواد د ترهګرو په مرکز بدل شي. سټولټنبرګ همدا راز ویلي، دوی به ترهګرو ته اجازه ور نه کړي چې یو ځل بیا په افغانستان کې د پښې ځای پیدا کړي او دغه هېواد د ترهګرو لپاره په امن مرکز بدل شي.



































