د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د خرما د باغونو پنځه کلنه طرحه نهایي شوې ده چې په پلې کولو سره به یې د هېواد په اووه ولایتونو کې د خرما تجارتي باغونه جوړ شي. کرنې وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې د خرما په پیر او پلور کې د تېرو کلونو په پرتله دوه برابر زیاتوالی راغلی دی. په ورته وخت کې د روژې میاشتې په رارسېدو سره د خرما قیمت هم پورته شوی دی. په کابل او نورو ښارونو کې عربي او ایراني خرما ډېر پلور لري. دې ته په کتو په دې وروستیو کې د کرنې وزارت تصمیم لري چې په هېواد کې د خرما پر تولید پانګونه وکړي. یاد وزارت د یوې پنځه کلنې طرحې له مخې په پام کې لري چې په فراه، ننګرهار، کندهار، هلمند، نیمروز، لغمان او خوست ولایتونو کې د خرما تجارتي باغونه جوړ کړي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په کلني ډول د نهه ملیونه ډالرو په ارزښت ۱۸ زره ټنه خرما له ایران او عربي هېوادونو څخه واردوي.