دوشنبه, اگست 3, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کرنې وزارت لوړ پوړی پلاوی مالدووا ته ولاړ

    بامیانو کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر پنځه برابره زیات شوی

    بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه شوی او پنځه نور ټپيان دي

    خوست کې څه باندې دوه زره کورنیو ته د برېښنا رسولو پروژه پیل شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کرنې وزارت لوړ پوړی پلاوی مالدووا ته ولاړ

    بامیانو کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر پنځه برابره زیات شوی

    بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه شوی او پنځه نور ټپيان دي

    خوست کې څه باندې دوه زره کورنیو ته د برېښنا رسولو پروژه پیل شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د سولې له خبرو سره هممهاله؛ جګړه او ملکي مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده

مې 8, 2019
in افغانستان
0 0

د سولې له خبرو سره هممهاله په هېواد کې جګړو شدت اخیستی او ورسره جوخت ملکي مرګ ژوبله لوړه شوې ده. په وروستیو اونیو کې ډېرې داسې پېښې شوې، چې له امله یې ملکي وګړي زیانمن شوي دي. تر ټولو خونړۍ هغه یې په فراه کې وه چې تر ۴۰ ډېرو ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته. د سیاسي مسایلو څارونکي او سیاستوال د هوايي بریدونو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر ډېرېدو اندېښنه ښيي او پر دې باور دي چې ښايي د دې لړۍ دوام د سولې خبرې زیانمنې کړي.

سره له دې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په دوحه کې د خبرو شپږم پړاو پیل شوی، خو دلته په افغانستان کې جګړه تر بل هر وخت خونړۍ شوې ده. د طالبانو، افغان ځواکونو او بهرنیانو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکول کېږي او د بهرنیانو په هوايي بریدونو کې د ملکیانو د وژل کېدو خبرونه خپرېږي. سره له دې چې افغان حکومت هم وسله والو طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ، خو تر څنګ یې خبرداری ورکړ، چې جګړه کوونکې ډلې به سختې ځپل کېږي.

په تازه پېښه کې وړمه ورځ ناوخته بهرنیو هوايي ځواکونو په فراه کې هوايي بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه، چې ګواکې دوی د نشه‌يي توکو د جوړولو او تولید ډېرې فابریکې له منځه وړې دي. خو د فراه ځايي اوسېدونکي او رسنۍ بیا وايي چې په پېښه کې تر پنځه څلوېښتو پورې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د بکواه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې وړمه ورځ ناوخته بهرنيو ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې، د نشه‌يي توکو پر فابريکو هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې  لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. ویل کېږي چې یادو ملکي وګړو په دغو فابریکو کې کار کاوه.

 د بکواه ولسوال عبدالغفور مجاهد ويلي، چې په دغو بريدونو کې د نشه يي توکو لسګونه فابريکې ويجاړې شوې دي. مجاهد زیاته کړې: ((تر ٤٥ پورې د دغو فابريکو کارکوونکي چې ملکي وګړي وو، هم وژل شوي دي)). د ولسوال په خبره، په وژل شويو کسانو کې ماشومان او د يوې کورنۍ شپږ غړي هم شامل دي.

دا یوازینۍ پېښه نه ده، تر دې وړاندې د پکتیکا په برمل او لوګر کې هم ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. وړمه ورځ د یادې پېښې زیانمن کسان کابل ته راغلي وو او له رسنیو سره یې په خبرو کې د شپنیو عملیاتو د بندېدو غوښتنه کوله.

د لوګر په پادخواب سیمه کې هم د بهرنیو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي وو. د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي ویلي وو، چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله په شپنیو عملیاتو کې ډېره شوې ده او دا مسئله نوره د لوګر اوسېدونکو ته د منلو وړ نه ده.

یوناما هم د روان زېږدیز کال د دریو لومړیو میاشتو په خپاره کړي راپور کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې وه. په راپور کې راځي چې په لومړیو دریو میاشتو کې افغان امنیتي ځواکونه د ۱۷ سلنې، بهرني ځواکونه د ۱۳ سلنې او وسله وال طالبان د ۳۹ سلنې ملکي مرګ ژوبلې مسوولین دي. یوناما پر ښکېلو خواوو غږ کړی و، چې د ملکي وګړو ژوند ته د جدي پاملرنه وکړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا د بکوا د پېښې په غبرګون کې ویلي وو، چې دغه ډول پېښې د سولې هڅې زیانمنوي او د ولس او حکومت ترمنځ واټن رامنځ ته کوي. هغه همدا راز د بهرنیو ځواکونو له لوري په بکوا کې د ملکي وګړو وژل کېدل د هېواد د استقلال نقض هم بللی و او په خبره یې دغه ډول پېښې په ټوله مانا یو جنګي جنایت دی.

Tags: featured
Share16Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ډونالډ ټرمپ: امريکا او ايران به د اګست په ۳مه بیا خبرې پیل کړي

اگست 3, 2026

”اوپېک+“ په راتلونکي سپتمبر کې د لا زياتو نفتو د توليدولو پرېکړه وکړه

اگست 3, 2026
Screenshot

د چين د نړيوالې سوداګرۍ د هڅونې شورا پلاوي له امریکا لیدنه وکړه

اگست 3, 2026

د چین سمندري اقتصاد د روان کال په لومړۍ نیمايي کې ثابت پرمختګ موندلی

اگست 3, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In