د خوست قومي مشرانو د یوې جرګې له لارې په دغه ولایت کې د نشه يي توکو کښت او کاروبار باندې بندیز لګولی دی. د راپورونو له مخې د خوست د تڼیو ولسوالۍ قومي مشرانو په یوه جرګه کې ویلي، چې د نشه يي توکو کاروبار یې ټولنه خرابه کړې او ځوانان یې پر غلطو لارو برابر کړي دي. دوی پرېکړه کړې چې د نشه يي توکو کروندګر او کاروباریان به ناغه کېږي او د قومي جرګو له لارې به یې مخه نیول کېږي. قومي مشرانو پر حکومت هم غږ کړی چې په خوست کې د نشه يي توکو د کاروباریان پر وړاندې جدي اقدام وکړي. دوی همدا راز پر حکومت غږ وکړ چې ځوانانو ته یې سالم مصروفیتونه او کارو بار پیدا کړي څو یې ټولنې ته بېرته ارامي او پرمختګ راوګرځي.