د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د هېواد په ختیځ کې یې یو امریکایي سرتېری په غیر جنګي پېښه کې وژل شوی دی. په خبرپاڼه کې راځي چې په دې اړه پلټنې پیل شوي دي او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړل شي. امریکا په افغانستان کې تر ۱۴ زره ډېر سرتېري لري چې د ۲۰۱۹ کال له پيل راهیسې یې ۸ سرتېري دلته وژل شوي دي.




































