د راپورونو له مخې په بلخ کې د یوه پخواني جهادي قومندان حضرت شاه او د سیمه ییزو پولیسو د یوه قومندان توپان ترمنځ نښته شوې ده. په پېښه کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د بلخ ولایت د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل وايي، چې په ټپیانو کې دري ملکيان هم شامل دي. نوموړی زیاتوي چې د پېښې په اړه تر دې دمه کوم څوک نه دي نیول شوي خو په اړه یې پلټنې روانې دي.




































