قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر ویاند سهیل شاهین رسنیو ته ویلي ،چې دمګړی په قطر کې د طالبانو او زلمي خلیلزاد ترمنځ خبرې پيل شوي دي او هڅه کوي چې د روانې جګړې د پای لپاره سیاسي لار ولټول شي. دده په وینا په خبرو کې پرمختګونه شوي دي. ویل کېږي چې په نننیو بحثونو کې به د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د ترهګرۍ ضد مبارزې، د چا پر وړاندې د افغان خاورې نه کارولو او بین الافغاني مذاکراتو خبرې وشي. تر دې وړاندې ګڼو سرچینو ویلي وو، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو کې پرمختګ شوی دی. امریکا هم ټینګار کوي چې دا ځل خبرې باید واضح پایله ولري. دا شپږم ځل دی چې امریکا او طالبان مخامخ خبرې کوي.




































