د ترهګرۍ تر موجودیت پورې به امریکایي ځواکونه په افغانستان کې حضور ولري. د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا د ترهګرۍ ضد جګړه مخ ته وړي نو ددې اړتیا ده، چې ځواکونه یې د ترهګرو او ترهګرۍ تر موجودیت پورې په افغانستان کې حضور ولري. جوزف ډانفورډ په څنګزنه توګه دې ته اشاره کړې ده، چې ښايي سرتېري یې په افغانستان کې اوږدمهاله حضور ولري. امریکايي لوپوړی نظامي چارواکی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې زلمی خلیلزاد د سرتېرو د ایستلو په اړه له طالبانو سره په خبرو بوخت دی. د سرتېرو ایستل او بین الافغاني مذاکرات پیلول د بحث تر ټولو مهم موضوعات دي. تر دې وړاندې بیا داسې ګنګوسې هم خپرې شوې دي، چې طالبان او امریکايي ځواکونه د سرتېرو پر ایستلو هوکړې ته سره رسېدلي دي، خو یوازې د وتلو پر مهالوېش اختلافونه موجود دي.




































