نړیوال سور صلیب وایي، هیله لري چې په افغانستان کې یې فعالیتونه بېرته پيل کړي. په افغانستان کې د سره صلیب کمېټې مشر پدرو شېخر وایي له طالبانو سره یې خبرې کړې دي او ښايي ډېر ژر یې خپل فعالیتونه د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې له سره پيل کړي. دده په خبره څو ورځې وړاندې یې په قطر کې له طالب استازو سره خبرې کړې دي او دوی ته یې خپل غږ رسولی دی. پدرو زیاتوي طالبانو ته یې ویلي چې دوی خپلواک دي او په بې طرفه توګه خپل انساني خدمات وړاندې کوي. وسله والو طالبانو په اپرېل میاشت کې د سره صلیب پر فعالیتونو بندیز ولګاوه او تر واک لاندې سیمو کې یې دوی ته د فعالیت نه کولو خبرداری ورکړ. له هغه وروسته سره صلیب خپل کارونه په افغانستان کې ځنډولي دي. خو پدرو وايي چې لا هم ددوی ۱۱ دفترونه او اووه روغتیايي مرکزونه فعال دي.



































